د حمدالله حلمیار "فطرت" د لیکنو ویبلاګ دی. دلته د نړۍ د حالاتو اړوند تبصرې، معلوماتي لیکنې، لنډې کیسې او ګټور معلومات لوستلی شئ.
السبت، 18 سبتمبر 2021
د سيدنا حمزه رضی الله عنه د اسلام کيسه
د سیدالشهداء سیدنا حمزه رضی الله تعالی عنه د اسلام حماسي کیسه:
(حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنه د رسول الله ﷺ تره او رضاعي ورور وو، چی یوازي دوه کاله ترې مشر وو.)
رسول الله ﷺ له صفا سره یوازې ناست وو چي ابو جهل راغی، د خدای دښمن خوږ پیغمبر ته ډیرې سپکې سپورې وویلې او په تیږه یې پر سر وویشت، ابوجهل د قریشو ټولۍ ته لاړ تر څو قریش پخپل دې پست عمل خبر کړي.
حمزه رضي الله عنه لینده په غاړه له ښکاره راروان وو، یوې مینځې دا صحنه لیدلې وه حمزه ته یې وویل: نن په حرم کې ابو جهل ستا وراره ته ډیرې سپکې سپورې وویلې، خو محمد یې هیڅ ځواب ورنکړ او ولاړ... حمزه چي دا مهال لا اسلام نه وو منلی خو رسول الله ﷺ سخت ورباندې ګران وو، سخت غوسه شو او په ابو جهل پسې ورغی، هغه د قریشو او خپلو خلګو په منځ کې ناست وو، حمزه په خپله لینده پر سر وواهه او په ډیره غوسه یې ورته وویل: تا زما وراره ته ښکنځل کړي وو، که نارینه یې اوس څه ووایه!
د ابوجهل طرفداران پر حمزه د برید لپاره پاڅیدل خو ابوجهل منع کړل ویل: پریږدئ! مایې وراره ته داسي پوچ ښکنځل کړي چې تر اوسه مې چاته نه وو ویلي!
حمزه رضی الله عنه ورته وایي: ایا ته محمد ته ښکنځل کوي او په دې هم پوهیږې چې ما د هغه دین منلی!!
اوس به زه وګورم چې ته څه کولای شې!
حمزه رضی الله عنه نن په ډاګه خپل اسلام اعلان کړی وو خو هغه مسلمان نه وو!
چې له دې ځایه روان شو له ځان سره یې ویل! دا ما څه وکړل؟
رسول الله ﷺ ته ورغی او کیسه ی ورته وکړه، او د اسلام په اړه یې ترې وپوښتل!
رسول الله ﷺ د قرانکریم څو ایتونه ورته تلاوت کړل او حمزه رضی الله عنه په اسلام مشرف شو.
حمزه رضي الله عنه په قریشو کې یوه وتلې څیره وه، نوموړی تر مسلمانیدو وړاندې د عربو د یوه دیپلومات او سفیر په توګه پیژندل کیده، په غشي ویشتلو کې ساری نه درلود، د لوړ او بارز شخصیت خاوند وو چې په مسلمانیدلو سره یې د اسلام دعوت یو نوی رنګ خپل کړ.
تر دې دمه د رسول الله ﷺ د بعثت پنځه کلونه شوي وو او یوازي پنځوس کسه په اسلام مشرف شوی وو.
حمزه رضي الله عنه ۵۱ م کس وو او ورپسې ۵۲م عمر رضی الله عنه وو چې له مسلمانیدلو سره یې د اسلام دین او دعوت په ښکاره پیل شو.
حمدالله فطرت
برالوالدين (کيسه)
ماښام نژدي وو
سړی سا نیولی کورته راننوت، په پخلنځي کې یې د غوښو او نورو خوراکي توکو کڅوړې کیښودې او ښځي ته یې وویل: زما ډیر ګران دوست مې میلمه دی، کلونه کیږي نه مي دی لیدلی
ښه با سلیقه او تعلیم یافته ځوان دی
نن باید خوندور خواړه تیار کړې
نن داسي دسترخوان تیار کړه چې هیڅ نوعه خواړه هم پکې کم نه وي... زه ځم بازار ته ځینې تازه میوې به راوړم
او ها... د میلمه تر راتګ مخکې #بابا_دکورله_کوټې_هغه_د_شا_طرف_کوټې_بوزه، هسي نه د بابا په لیدلو زموږ د ګران میلمه وخت خراب نشي...
ځوان ووت
بوډا پلار یې چي د زوی او نږور مکالمه واوریدله
یوه شیبه یې د حسرت اوښکې توی کړې، په دې تکل راپاڅیدی څو شپه کورته په نژدې پارک کې تیره کړي، تر څو د زوی د غوښتنې مطابق د هغوی له بانډار او خواله لیري وي، سهار به بیرته کورته راشي، میلمه به هم تللی وي...
یخني هم زیاته وه او د شپې یې د زیاتیدو ویره وه...
په ټپریدلو او کاواکه ګامونو د سرک غاړې ته ورسیدی
د ډیرې کمزورۍ له کبله یې نشو کولای تر سرک تیر شي
یو ځوان چې ولیدی نو سلام یې ورته وکړ: پلارجانه! چیرته روان یې په دې ناوختي کي؟
بوډا ورته وویل: بچیه د سرک ها بلې غاړې ته پارک ته روان یم
ځوان ورته وویل: بابا زه به مو تر سړک واړوم...
بوډا چې اوښکې یې پر مخ روانې وې وویل: نه بچیه! ته ورځه خپل کار پسې دي، ناوخته ده، زه دادی ورو ورو روان یم... ځوان ټینګار کاوو ویل: هسي زه هم کار نلرم، نن مې د یوه دوست کره میلمه یم دا څو کاله نه وم ورته راغلی او دادی هدف ته مې بیخي نژدي راغلی یم...
بوډا ورته وویل: عجیبه ده، زما زوی ته هم نن د ډیرو کلونو دوست را روان دی، زوی مې زما نږور ته ویل چې پلار له کور نه بهر بلې کوټې ولیږه څو په لیدو یې میلمه نارامه نشي، ما چې ددوی خبرې واوریدې نو مناسبه مي وګڼله چې پخپله رواوزم...
ځوان چې د پلار د نشتوالي ارمان یې زړه ته غریو درولی وو د بوډا په دې وینا نور هم زړې پرې بد شو او بوډا یې بې اختیا په غیږه کي ټینګ کړ...
بوډا او ځوان دواړو سره وژړل... ځوان ورته وویل: بابا نن شپه به له ماسره ځې تر څو په یوه ریستورانت کې دي میلمه کړم... بوډا انکار وکړ او زیاته یې کړه، نه نه بچیه ورشه د خپل دوست میلمستیا ته زه درسره نشم تلای ...
ځوان ورته کړل هغه مهمه نه ده اوس ورته زنګ وهم چې نن نه درځم د سبا ترتیب به ونیسي.. ټکسي یې ودروله او بوډا یې یوه ښکلی ریستورانت ته بوتلو، تر خوراک مخکې یې دوه ګرم څښاک راوغوښتل، په دې کې موبایل وشرنګیدی، د ځوان کوربه دوست وو ګوشۍ یې جګه کړه خبره یې پرې ړومبۍ کړه: ګرانه ډیر معذرت غواړم نن ستاسو میلمستیا ته نشم درتلای، ځکه پلار مې هیله وکړه چې نن شپه ورسره یوځای وم، نو ما راوستی د ښار فلان ریستورانت ته، او پخپله ناغه کې به نن ته او میرمنه دې خامخا زما میلمانه کیږئ!! کوربه لږ خو او نه وکړل خو بالاخیره د میلمه ځوان ډیر اصرار اړ کړ چې راشي.
څو شیبې پس ریستورانت ته نژدي موټر ودریدی، د بوډا زوی او نږور چې شیک اوپاک کالي یې اغوستي وو ریستورانت ته راننوتل... د بوډا شا دروازې لور ته وه ځوان ورپاڅید او دوی دواړه یې میز ته راوستل... ښځه او سړی چي کیناستل او لومړی ځل یې بوډا ولید نو شوک او وارخطا شول، دوی خپل دوست ته د دوو پیسو شول، ځکه دا بوډا خو د میلمه پلار نه بلکه ددوی د خپل کور وو...بوډا چې د زوی او نږور د مخ رنګ بدل ولید نو په موسکا یې دواړو ته په داسي انداز کې لاس ورکړ لکه دوی چې هیڅ نه پیژني، زوی او نږور یې د مننې، شرمندګي او پښیمانۍ په ګډو احساساتو روغبړ ورځواب کړ...
که څه هم لږ یې د مخ ګونه"رنګ" برابر شوی وو خو د ډوډۍ په خوراک نه پوهیدل
میلمه چې اوس د دویی دواړو کوربه وو څو ځله یې د خوراک ورته وویل خو هغو پر خپل شرمونکي موقف اسویلي ایستل...
ځوان پر بوډا د خپل پلار مینه ماتوله او د بوډا پر ستړي ژوند او بده ورځ یې ژړل، بوډا بیا د خپل زوی د بدسلوک څخه په سلګو وو او د بوډا زوی او نږور بیا پر خپل کړي عمل د پښیمانۍ او حسرت اوښکې تویولې...
نو وروڼو! که مو له مور او پلار څخه یو یا دواړه ژوندي وي، قدر یې وکړئ، په خبرو کې داسي څه مه وایاست چې د هغوی زړه او احساس زخمي کړي.
ځکه د والدینو په رضا کې د الله تعالی رضا نغښتې او په دعا یې د جنت لاره مونده شی.
قل رب ارحمهما کما ربیاني صغیرا
له عربي ژباړه: حمدالله حلمیار
شعر په اسلام کي
څرنګه چي د دین او وطن دفاع ته هر وخت سر په لاس زلمي راوتلي او د سپیڅلي شهادت په مینه مست یې د لمبو منځ ته دانګلي دي، همداراز همدغو زلمو دجهاد سنګرونه په حماسي زمزمو ویښ ساتلي دی، انقلاب حماسې زیږوي او حماسې بیا د ولس مبارزه دفتحې تر ﺑﺮﻳﺪﻩ رسوي .
دا یو څرګند حقیقت دی، چي ﻓﺰﻳﮑﻲ جهاد په جنګي وسایلو کیږي خو د وسایلو تر څنګ جهاد ته دجذبو او ولولو اړتیا شته، او حماسي شعرونه هغه بڅرکي دی چي په مړو او ارامو رګو کې، ولولې را ټﻭﮎوي او غازیان په اور ګډیدلو ته تیاروي
تاریخ شاهد دی چي ډﻳﺮ ځﻟﻪ ﻣﻮ درزم یوه ټﭘﯥ د دښﻣﻦ ﭘښﯤ ﻟړﺯﻭلﯼ ﺩﻱ او دهلاکت کندې ته یې ټیل وهﻟﯽ ﺩﯼ؛ کله چي د میوند پر ډګر وږیو تږو غازیانو په مړاوو څیرو او لوېدلي مورال خپلې سینې د انګریزي تاړاکي لښکر داسونو تر غوبل لاندې لیدلې!!
ﺧږ ﭼﻲ دیوې غازي او قهرمانې خور (ملالۍ) دا حماسي ټپې یې تر غوږ شوې نو په رګونو کې پاتې وینې یې پر جوش راغلې، او له لاسه لوېدلو تورو یې ﻳﻮځﻝ ﺑﻴﺎ ﺭﺍ ﭘﻮﺭﺗﻪ کړې ؛ له ژوند او مرګ نه بې پروا په انګریزی لښکر ورپریوتل، په لنډ وخت کې یې دښمن ټول تر تیغ تیر کړ او دفتحې توغ یې هسک وساته
که په میوند کې شهید نشوې
خدایږو لالیه بې ننګي ته دي ساتینه
تورې وهه بری به مومې
که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرینه
.
تر دې وړاندي هم په تاریخ کي د ډیرو حماسي شعرونو او رزمي ﺗﺮﺍﻧﻮ د پرېکنده تاثیر او ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﻮ نتېجو کیسې لیکلې دي، په پټه خزانه کې دامیر کروړ، سلطان ملخي توخي،او احمدشاه ابدالي ډیر حماسي شعرونه ثبت شوي دي چي هر یو یې د یو معرکې او سترې فتحې سرلیک دی
حماسي شعرونه او وطنپاله رزمي ترانې دي چي د هر هیواد وال په سینه کې ﻳﯥ د وطن مینه په څپو کړې او د هیواد دفاع ته یې ملاوې تړلې... شعر یوازنی ادبي ژانر دی چي تقریبا ټول هیوادوال ورسره اشنا دي او په ځانګړي ډول په شعر کي رزمي او وطنپاله شاعري ﺩﺍﺳﻲ ده چي د کلیوالو او نالوستو هیوادوالو خاصه علاقه ورسره ده .
د ﺷﻔﺎﻫﻲ ﺍﺩﺏ ډﻳﺮﻩ ﺑﺮﺧﻪ ﻭﻃﻨﭙﺎﻝ ﺍﻭ ﺣﻤﺎﺳﻲ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺗﺸﮑﻴﻠﻮﻱ؛ په سلو کې اتیا نالوستې خلګ په شفاهي ادبیاتو کې له حماسي شعرونو هیوادپالو ترانو او د میړانې له کیسو سره مینه لري او هر یوه ته دا راز ډیر شعرونه او کیسې یادې ﻫﻢ دي ؛ پښتنه مور له زانګو تر لوییدو پورې خپلو بچیانو ته د نیکونو او پلرونو د میړانې او غیرت کیسې کوي او له همدې ماشومتوبه یې د غیرت په روحیه را لویوي.
موږ ټولو ولیدل چي د چنګیز، انګریز او روس په وړاندي د مقابلې میدانونه د شاه زلمیانو دتورو له شرنګا سره سره د حماسي شعرونو زمزمو او دتکبیرونو ملکوتي انګازو فتح کړي او اوس ﺩﺍﺩﯼ ﺷﺎﻫﺪ ﻳﻮ ﭼﻲ د امریکایي ښکیلاک په وړاندي د غزا ډګرونو هم د جهادي ترانو په زمزمو ګرم دی او ځوانان یې پر خپل وطن ﺳﺮ ځﺍﺭﻭﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎﺭ ﮐړﻱ ﺩﻱ.
ﭘﺮ ﺭﻭﺍﻥ ﺟﻬﺎﺩﻱ ﺑﻬﻴﺮ ﺍﺩﺏ ﺍﻭ ﺧﺼﻮﺻﺎً ﺷﻌﺮ ډﻳﺮﯤ ﻣﺜﺒﺘﯥ ﺍﻏﻴﺰﯤ ﻟﺮﻱ، ﮐﻪ ﻭﻭﺍﻳﻮ ﭼﻲ ﺷﻌﺮ ﺍﻭ ﺷﻌﺎﺭ ﺩﯼ ﭼﻲ ﺍﺭﺍﺩﯤ ﻏښﺕﻠﯥ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ځﻭﺍﻧﺎﻥ د ﻣﺎﻳﻮﺳﻴﻮ ﻟﻪ ګﺭﺍﺩﺏ ﻧﻪ د ﺑﺮﻱ ﺩﺳﺎﺣﻞ ﭘﺮ ﻟﻮﺭ ﺑﻴﺎﻳﻲ.
ﺩﺍ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺩښﻣﻦ ﻫﻢ ﺩﺭﮎ ﮐړﯼ، ﭼﻲ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺍﻭ ﺗﺮﺍﻧﯥ ﭘﻪ ﺍﻭﺳﻨﻲ ﺟﻬﺎﺩﻱ ﺑﻬﻴﺮ ﮐﯥ څﻭﻣﺮﻩ ﺍﻏﻴﺰﻣﻦ ﺍﻭﻣﺆﺛﺮ ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻮﻱ!!؟
څﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﻣﯥ د ﮐﻮﻣﯥ ﺭﺍډﻳﻮ څﺧﻪ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺍړﻩ ﺟﻮړ ﺷﻮﯼ ﻳﻮ ﭘﺮﻭګﺭﺍﻡ ﺍﻭﺭﻳﺪی، ﭼﻲ د ځﻳﻨﻮ ﻧړﻳﻮﺍﻟﻮ ﺭﺳﻨﻴﻮ ﭘﻪ ﺣﻮﺍﻟﻪ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺧﺒﺮﻩ ﮐﻮﻟﻪ، ﭼﯽ د ﺩﻭﻟﺖ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻴﮑﻮ ﺗﻪ ﺧﻠګ د ﺷﻌﺮﻭﻧﻮ ﺍﻭ ﺗﺮﺍﻧﻮ ﻟﻪ ﻻﺭﻱ ﺭﺍ ﺟﺬﺑﻮﻱ ﺍﻭ ﺟﻨګﻭﻟﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭼﻤﺗﻮ ﮐﻮﻱ.
د ﺩﻭﯼ ﭘﻪ ﺍﻧﺪ ﺗﺮﺍﻧﯥ ﺍﻭﺭﻳﺪﻝ ﭘﺮ ځﻭﺍﻧﺎﻥو ډﻳﺮﻩ ﺍﻏﯧﺰﻩ ﻟﺮﻱ، ﺍﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻲ ﮐﻮﻱ ﻳﯥ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻭﻝ ﺧﻄﺮﻭﻧﻮ ﺑﯥ ﭘﺮﻭﺍ د ﺟﻬﺎﺩ ﻟﻴﮑﻮ ﺗﻪ ﺩﺍﻧګﻱ.
ﭘﻪ ﻓکﺮﻱ ﻣﺒﺎﺭﺯه کﯽ ﻫﻢ ﺷﻌﺮ ﺍﻭ ﺍﺩﺏ ډﻳﺮ ﻣﻬﻢ ﺭﻭﻝ ﻟﺮﻱ ، ﮐﻪ څﻩ ﻫﻢ ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺍﻣﺎﺭﺕ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﻫﻴڅ ﺩﺍﺳﻲ ﻧﺸﺮﺍﺕ ﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﭼﻲ ﻟﻪ ﻻﺭﯤ ﺩﻱ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺍﻭﺍﺯ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﭘﻴﻐﺎﻡ ﺩﻋﺎﻣﻮ ﺧﻠګﻭ ﺗﺮ ﻏﻮږﻭﻧﻮ ﻭﺭ ﻭﺭﺳوﻱ، ﻫﻤﺪﺍ ﺗﺮﺍﻧﯥ ﺍﻭ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺩﻱ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻟږﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﮐﻲ د ﻫﺮ ﻫﻴﻮﺍﺩﻭﺍﻝ ﺗﺮ ﻏﻮږﻭﻧﻮ ﺭﺳﻴږي ﺍﻭ څﻩ ﻧﺎڅﻩ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺗﺸﻪ ډﮐﻪ ﮐړﯤ ﺩﻩ.
ﺩﺟﻬﺎﺩﻱ ﺍﺩﺏ ﺳﻨګﺭﻭﻧﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﺣﻤﺎﺳﻲ ﺷﻌﺮﻭﻧﻮ ﺍﻭ ﺭﺯﻣﻲ ﺗﺮﺍﻧﻮ ﮊﻭﻧﺪﻱ ﻭﻱ
د ﻫﺮ ﻣﺠﺎﻫﺪ ﻗﻠﻤﻲ ﻣﺒﺎﺭﺯﻩ ﺍﻭ د ﻫﺮ ﺗﺮﺍﻧﻪ ﺧﻮﺍﻥ ﻏږﻳﺰ ﺧﺪﻣﺖ د ﺳﺘﺎﻳﻠﻮ ﻭړ ﺩﻱ
ﷲ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺩﻱ د ﺩﻭﯼ ﻫڅﯤ ﭘﺨﭙﻞ ﺩﺭﺑﺎﺭ ﮐﯥ ﻗﺒﻮﻟﯥ ﮐړﻱ ﺍﻭ ﺭﺏ ﺩﯼ د ﻻ ډﻳﺮ ﻓﻌﺎﻟﻴﺖ ﺗﻮﺍﻥ ﻭﺭﮐړي.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
شعر ﭘﻪ ﺍﺳﻼﻡ ﮐښﯼ:
-وعن أبي بن كعب-رضي الله عنه - قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "إن من الشعر حكمة" .رواه البخاري.
له ابی بن کعب رضی الله عنه نه روایت دی، هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بې شکه ځیني شعرونه له حکمته ډک وي.
ﺩﷲ ﺭﺳﻮﻝ ﺻﻠﻲ ﷲ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺑﻪ ﺩﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ﺷﺎﻋﺮﺍﻧﻮ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺍﻭﺭﻳﺪﻝ ﺍﻭ ځﻳﻨﻲ ﺷﻋﺮﻭﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ډﻳﺮ ﺯﻳﺎﺕ ﺧﻮښﻳﺪﻝ
-وعن أبي هريرة-رﺿﯽ ﷲ عنه - قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "أصدق كلمة قالها الشاعر كلمةلبيد:ألا كل شيء ما خلا الله باطل".متفق عليه .
له ابی هریره رضی الله عنه روایت دی، هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په هغو خبرو چې شاعر کړې دې تر ټولو رښتینې خبره د لبید خبره ده: خبردار له لوی خدای ج نه پرته هر څه فنا کیږي.
-وعن عمرو بن الشريد، عن أبيه - رضي الله عنه - قال : ردفت رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يوما فقال : "هل معك من شعرأمية بن أبي الصلت شيء ؟ " قلت : نعم . قال : " هيه"فأنشدته بيتا . فقال : " هيه" ثم أنشدته بيتا فقال : " هيه " حتى أنشدته مائة بيت.رواه مسلم.
له عمرو بن الشرید د هغه له پلار رضی الله عنهما نه روایت دی، هغه وایي: یوه ورځ په سپرلی کې د رسول الله ردیف وم (په یوه سپرلۍ سره سپاروو) نو رسول الله وفرمایل: د امیه بن ابی صلت د شعر نه یو څه نشته درسره؟ ما ویل: هو، شته راسره.
راته یې وویل: بیان یې کړه!
ما یو بیت ورته واوراوو.
بیا یې وویل: نور ووایه!
(ما نور بیتونه هم ورته واورول) آن پوره سل بیتونه مې ورته واورول. ۴_ 4789 - وعن البراء - رضي الله عنه - قال : قال النبي - صلى الله عليه وسلم - يوم قريظة لحسان بن ثابت: "اهج المشركين ، فإن جبريل معك"وكان رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يقول لحسان: "أجب عني ، اللهم أيده بروح القدس ".متفق علیه.
ﺍﻭﻫﻣﺪﺍ ﺷﺎﻥ ﻟﻪ براء رضی الله تعالی عنه نه روایت دی، هغه وایي: د قریضې په ورځ (په هغه ورځ چې د بني قریضه چې د یهودو یوه قبیله چې د مدینې په څنډو کې مېشت ول، محاصره وو) رسول الله صلی الله علیه وسلم حسان بن ثابت ته وفرمایل: د مشرکینو بدي بیانوه له شکه پرته جبرائیل علیه السلام دې ملګری دی. او رسول الله و چې حسان ته یې ویل زما له لوری ځواب ورکوه. اې لویه خدایه په جبرائیل علیه السلام سره د حسان وکړې.
ﺭﺳﻮﻝ ﷲ ﺻﻠﯽ ﷲ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺑﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﺷﺎﻋﺮﺍﻥ ﻫڅﻭﻝ ﭼﻲ د ﻣﺸﺮﮐﻴﻨﻮ ﺑﺪﻱ ﺑﻴﺎﻥ ﮐړﻱ وعن عائشة - رضي الله عنها -أن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - قال : "اهجوا قريشا، فإنه أشد عليهم من رشق النبل" .رواه مسلم.
عائشه رضی الله عنها وایي: (د مسلمانانو شاعرانو ته) رسول الله وویل: د کافرو بدي بیانوئ! ځکه چې پر دا پر دوی د غشو له ویشتلو هم بد لګیږي.
لیکوال: حمدالله حلمیار
ډیره مننه، جزاکم الله خیرا.
لیکنه مو خپره سوه، په لاندی لینک:
http://www.nunn.asia/56782/
Show quoted text
--
نن ټکی آسیا
http://nunn.asia
زمونږ د بحث فورمونه:
http://nunn.asia/forum
الجمعة، 17 سبتمبر 2021
سيرت
جبل ثبير "ثبیر غر" په مکه مکرمه کې یو له مشهورو غرونو څخه دی، دا هغه غر دی چیرته چي جبرائیل امین ابراهیم علیه سلام ته د اسماعیل علیه سلام د ذبح کولو پر مهال له جنت څخه د قربانۍ پسه له اسمانه راکوز کړی وو. له همدې کبله دا غر په مجر الکبش سره هم یادیږي.
د #سیرت له #درېڅې
استاد حمدالله عبدالله
د سېرت له درېڅې۵
✍️د رسول کریم ﷺ پلار عبدالله چې له بي بي امنې سره کله واده وکړ، څه موده پس یې د شام پر لور د تجارت په نیت سفر پیل کړ، په مدینه منوره کې لږ ناروغ شو، په بني نجار قبله کې یې ماماګان وو، یوه میاشت د ماماګانو کره د ناروغۍ پر کټ پروت وو او بیا وفات شو.
د وفات پر مهال زموږ خوږ پیغمبر ﷺ د امنې بي بي په ګیډه کې د دوو میاشتو ماشوم وو.
د عبدالله صاحب عمر یوازي ۲۸ کاله وو،له وفات وروسته یې په دار النابغه کې دفن کړ.
په میراث کې ترې یوه مینځه، پنځه اوښان او یو څو پسونه پاتي شول.
نه عبدالله له امنې پرته بله میرمن درلوده او نه امنې بي بي له عبدالله وروسته بل چا سره واده کړی.
#درېڅې
حمدالله فطرت
د سېرت له درېڅې
دا قليب بدر دی:
د بدر تر غزا وروسته د ابو جهل په شمول د مشرکینو د مشرانو مړي یې قلیب بدر په نوم کوهي ته ورواچول
رسول اللهﷺ د بدر میدان له ګټلو وروسته درې شپې نورې هم په بدر کي پاتي شو، له معرکې ګټلو وروسته سمدستي یې مدینې ته زیری ولیږی.
شهیدان یې د معرکې په میدان کي خاورو ته وسپارل او د مشرکینو مړي یې قلیب بدر کې امبار کړل.
بیا یې د مشرکینو د مشرانو نومونه یو یو اخیست او فرمایل یې: ایا تاسو هغه څه وموندل چې وعده درسره شوې وه؟؟
په الله قسم ما خو هغه څه وموندل چې الله یې وعده راکړې وه
صحابه و وپوښتل: ای د الله نبي ته له مړو سره خبرې کوې؟
رسول اللهﷺ وفرمایل: دوی اوري خو ځواب نشي راکولای بل روایت کي دي چي: دوی پوهیږي.
د #سیرت له #درېڅې
#دتاريخ_له_درېڅې
حمدالله عبدالله
د سېرت له درېڅې
د #بدر غزا ته یوم الفرقان هم وایي ځکه په دې ورځ د حق او باطل ټولۍ سره بیلې شوې.
دا جوته شوه چي څوک حق او څوک باطل دي.
په دې غزا کې د مسلمانانو په صف کي جبرایل علیه السلام د ملایکو صفونه ترتیبول... او شیطان د سراقه بن مالک په شکل کې د مشرکینو په صف کې راغلی وو، هغوئ یې جګړې کولو ته هڅول... شیطان چي کله ملایکې ولیدلې چې د مشرکینو سرونه غوڅوي نو وتښیدی چا ورته وویل: ای سراقه ته ولې تښتې؟ تا خو ویل چي زه ستاسو ګاونډی یم... ستاسو سره به یم!
شیطان ورته وویل: زه هغه څه وینم کوم چي تاسو نه وینۍ
د #سیرت له #درېڅې
حمدالله عبدالله
اوښکي
نن مې تر سترګو اوښکې اوښکې کاینات ښکاري آینه روغه ده تصویر مې پکې مات ښکاري موږ
خوشباوره یو اوس زهر راته شات ښکاري له ژونده تښتو او مرګی راته نجات ښکاري نن بیا
پر ځمکه لکه غر یو سړی کم ښکاري نن پر اسمان یو ځلیدونکی ستوری زیات ښکاري تا له
خپل زړه د پاچایانو خزانه جوړه کړه خو زما زړه درته د ټول کلي خیرات ښکاري نړۍ! زما
په بده ورځ پسې دي ولې خندل؟ ازار مې وینې چي بې سوره دي حالات ښکاري؟ د حلمیار
رقیب به اور واخلي لمبه به شي په اسویلو کي یې بڅرکي د کسات ښکاري حمدالله حلمیار
غزل خوشبويي
پرون دي ورېدله له اوربله خوشبویي
دښار په هر وګړي دې ویشله خوشبویي
نور نسته ضرورت دلته دعطرو د دکان
چا واخیسته له تا او چا له ګله خوشبویي
زه ناست وم له هوا را وریدله خوشبویي
پر سر مي وه ولاړه شنه سنځله خوشبویي
دا څه لونګ لونګ لفظونه چا سره پییلي
خوره یې شوه محفل ته له غزله خوشبویي
منم چي (حلمیار) لري ګلاب غوندي خوشبو
زه هم لکه سورسانده لرم خپله خوشبویي
حمدالله حلمیا
غزل *نرکس*
غزل
زه د چا یادو د چا هجران لیونی کړی یم
تورو تورو سترګو د جانان لیونی کړی یم
نیمه شپه د ونو او شمال موسیقي اورمه
غږ د یکه زار او یا قربان لیونی کړی یم
بس دي نارواو دي نور سم له ژونده وایستم
نور دي جفاګانو په ایمان لیونی کړی یم
اخ زه دي بلا واخلمه نور راپسي مه ژاړه
مورې ستا دمړو اوښکو باران لیونی کړی یم
ځان راڅخه ورک دي حلمیاره! ورپسې یمه
زه لکه #نرګس، #تصویر د ځان #لیونی کړی یم
حمدالله #حلمیار
۲۰۱۵/۹/۲۱
وادي غقيق يا وادي مبارک
وادي عقیق یا وادي مبارک:
دا وادي یا خوړ د مدینې منورې له مشهورو او مبارکو تاریخي خوړونو څخه دی، له حضرت عمر رضي الله عنه روایت دی چي په وادي عقیق کې وو چي رسول اللهﷺ وفرمایل: نن شپه په خوب کې د رب له لوري(جبرائیل علیه سلام) راغی او راته ویې ویل: په دې مبارکه وادي کي لمونځ وکړه.
له دې وروسته ددې وادي نوم په وادي مبارک مشهور شو، دې وادې ته څیرمه د ذي الحلیفه میقات دی چي له مدینې منو
رې څخه تلونکی حجاج او معتمرین له همدې ځایه احرامونه تړي.
د عمر فاروق رضي الله عنه په دور کې دوادي مبارک نرم ریګونه په مسجد نبوي کي اوار کړل شول.
په دې وادي کي د مختلفو خوړونو دبارانونو سیلابي اوبه د مدینې منورې د جرف پر سیمه تیریږي.
#دتاريخ_له_درېڅې
د #سيرت له #درېڅې
حمدالله عبدالله
الاشتراك في:
التعليقات (Atom)
د سېرت له درېڅې
📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...
-
یو کس خپلې منکوحې ته میسج لیږلی وو چي( اشتقت لک یا زوجتي الرابعة) مانا زما څلورمې ښځې! ډیره می یادیږې خدای بښلی اوس د جنتونو مرغه دی کله چ...
-
د یوه افغان طالب له پاکو احساساتو او رزمي الفاظو ډکه پر واقعیتونو بنا په زړه پورې وینا ده اوریدل یې اړین دی.
-
دا قليب بدر دی: د بدر تر غزا وروسته د ابو جهل په شمول د مشرکینو د مشرانو مړي یې قلیب بدر په نوم کوهي ته ورواچول رسول اللهﷺ د بدر میدا...