الجمعة، 17 سبتمبر 2021

د سېرت له درېڅې

د #بدر غزا ته یوم الفرقان هم وایي ځکه په دې ورځ د حق او باطل ټولۍ سره بیلې شوې. دا جوته شوه چي څوک حق او څوک باطل دي. په دې غزا کې د مسلمانانو په صف کي جبرایل علیه السلام د ملایکو صفونه ترتیبول... او شیطان د سراقه بن مالک په شکل کې د مشرکینو په صف کې راغلی وو، هغوئ یې جګړې کولو ته هڅول... شیطان چي کله ملایکې ولیدلې چې د مشرکینو سرونه غوڅوي نو وتښیدی چا ورته وویل: ای سراقه ته ولې تښتې؟ تا خو ویل چي زه ستاسو ګاونډی یم... ستاسو سره به یم! شیطان ورته وویل: زه هغه څه وینم کوم چي تاسو نه وینۍ د #سیرت له #درېڅې حمدالله عبدالله

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...