الجمعة، 17 سبتمبر 2021

د سېرت له درېڅې

دا قليب بدر دی: د بدر تر غزا وروسته د ابو جهل په شمول د مشرکینو د مشرانو مړي یې قلیب بدر په نوم کوهي ته ورواچول رسول اللهﷺ د بدر میدان له ګټلو وروسته درې شپې نورې هم په بدر کي پاتي شو، له معرکې ګټلو وروسته سمدستي یې مدینې ته زیری ولیږی. شهیدان یې د معرکې په میدان کي خاورو ته وسپارل او د مشرکینو مړي یې قلیب بدر کې امبار کړل. بیا یې د مشرکینو د مشرانو نومونه یو یو اخیست او فرمایل یې: ایا تاسو هغه څه وموندل چې وعده درسره شوې وه؟؟ په الله قسم ما خو هغه څه وموندل چې الله یې وعده راکړې وه صحابه و وپوښتل: ای د الله نبي ته له مړو سره خبرې کوې؟ رسول اللهﷺ وفرمایل: دوی اوري خو ځواب نشي راکولای بل روایت کي دي چي: دوی پوهیږي. د #سیرت له #درېڅې #دتاريخ_له_درېڅې حمدالله عبدالله

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...