السبت، 18 سبتمبر 2021

د سيدنا حمزه رضی الله عنه د اسلام کيسه

د سیدالشهداء سیدنا حمزه رضی الله تعالی عنه د اسلام حماسي کیسه: (حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنه د رسول الله ﷺ تره او رضاعي ورور وو، چی یوازي دوه کاله ترې مشر وو.) رسول الله ﷺ له صفا سره یوازې ناست وو چي ابو جهل راغی، د خدای دښمن خوږ پیغمبر ته ډیرې سپکې سپورې وویلې او په تیږه یې پر سر وویشت، ابوجهل د قریشو ټولۍ ته لاړ تر څو قریش پخپل دې پست عمل خبر کړي. حمزه رضي الله عنه لینده په غاړه له ښکاره راروان وو، یوې مینځې دا صحنه لیدلې وه حمزه ته یې وویل: نن په حرم کې ابو جهل ستا وراره ته ډیرې سپکې سپورې وویلې، خو محمد یې هیڅ ځواب ورنکړ او ولاړ... حمزه چي دا مهال لا اسلام نه وو منلی خو رسول الله ﷺ سخت ورباندې ګران وو، سخت غوسه شو او په ابو جهل پسې ورغی، هغه د قریشو او خپلو خلګو په منځ کې ناست وو، حمزه په خپله لینده پر سر وواهه او په ډیره غوسه یې ورته وویل: تا زما وراره ته ښکنځل کړي وو، که نارینه یې اوس څه ووایه! د ابوجهل طرفداران پر حمزه د برید لپاره پاڅیدل خو ابوجهل منع کړل ویل: پریږدئ! مایې وراره ته داسي پوچ ښکنځل کړي چې تر اوسه مې چاته نه وو ویلي! حمزه رضی الله عنه ورته وایي: ایا ته محمد ته ښکنځل کوي او په دې هم پوهیږې چې ما د هغه دین منلی!! اوس به زه وګورم چې ته څه کولای شې! حمزه رضی الله عنه نن په ډاګه خپل اسلام اعلان کړی وو خو هغه مسلمان نه وو! چې له دې ځایه روان شو له ځان سره یې ویل! دا ما څه وکړل؟ رسول الله ﷺ ته ورغی او کیسه ی ورته وکړه، او د اسلام په اړه یې ترې وپوښتل! رسول الله ﷺ د قرانکریم څو ایتونه ورته تلاوت کړل او حمزه رضی الله عنه په اسلام مشرف شو. حمزه رضي الله عنه په قریشو کې یوه وتلې څیره وه، نوموړی تر مسلمانیدو وړاندې د عربو د یوه دیپلومات او سفیر په توګه پیژندل کیده، په غشي ویشتلو کې ساری نه درلود، د لوړ او بارز شخصیت خاوند وو چې په مسلمانیدلو سره یې د اسلام دعوت یو نوی رنګ خپل کړ. تر دې دمه د رسول الله ﷺ د بعثت پنځه کلونه شوي وو او یوازي پنځوس کسه په اسلام مشرف شوی وو. حمزه رضي الله عنه ۵۱ م کس وو او ورپسې ۵۲م عمر رضی الله عنه وو چې له مسلمانیدلو سره یې د اسلام دین او دعوت په ښکاره پیل شو. حمدالله فطرت

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...