الجمعة، 17 سبتمبر 2021

وادي غقيق يا وادي مبارک

وادي عقیق یا وادي مبارک: دا وادي یا خوړ د مدینې منورې له مشهورو او مبارکو تاریخي خوړونو څخه دی، له حضرت عمر رضي الله عنه روایت دی چي په وادي عقیق کې وو چي رسول اللهﷺ وفرمایل: نن شپه په خوب کې د رب له لوري(جبرائیل علیه سلام) راغی او راته ویې ویل: په دې مبارکه وادي کي لمونځ وکړه. له دې وروسته ددې وادي نوم په وادي مبارک مشهور شو، دې وادې ته څیرمه د ذي الحلیفه میقات دی چي له مدینې منو رې څخه تلونکی حجاج او معتمرین له همدې ځایه احرامونه تړي. د عمر فاروق رضي الله عنه په دور کې دوادي مبارک نرم ریګونه په مسجد نبوي کي اوار کړل شول. په دې وادي کي د مختلفو خوړونو دبارانونو سیلابي اوبه د مدینې منورې د جرف پر سیمه تیریږي. #دتاريخ_له_درېڅې د #سيرت له #درېڅې حمدالله عبدالله

ليست هناك تعليقات:

إرسال تعليق

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...