الثلاثاء، 30 يوليو 2019

#لمړي_برخه!
#د_قربانۍ_اختر
هر کال چې د قربانۍ اختر رانژدې شي، او یا هم حاجیان د حج د سپیڅلې فریضې د  اداکولو په نیت روان شي، نو په ټولنیزو رسنیو کې سیکولر فکره قلموال او ډیموکراسي ځپلي مدني فعالان دغه څو مشهور ډایلاګونه او عاطفي کیسه ګۍ ویل پیل کړي.

لکه:
د ډریور لور ناڅاپه ناروغه شوه او په روغتون کې یې داخله کړه، ډیریور په منډه راغی او په الوتې بڼه یې خان ته وویل: خان صیب لور مې سخته ناروغه ده اوس روغتون کې ده، لس زره افغانیو ته مي ضرورت دی... خان لوی اسویلی وایست: یاره تاسو مزدوران هم عجیبه خلګ یاست!!! تاسو فکر کوئ چي موږ خانان ګواکي پیسې چاپوو!!! لس خو پریږده زرګون لا نشته، تاته د کاروبار ښه پته ده، دې ورځو کې ټپ ولاړ دی...! او ددې میاشتې تنخوا دې لس ورځې تر نیټه وړاندې وړې...
غریب ډریور بیرته ولاړ او په بیوسي یې د لور سر په غیږ کې ونیو... او ناروغې لورکۍ یې  دپلار د بیوسۍ  په غیږه کې ساه ورکړه.
سبا چي ډریور د لور له جنازې خلاص شو نو ویې لیدل چې خان صاحب په  یولک افغانیو #اختری (دقربانۍ پسه) اخیستی او کورته یې راووست.

(اوس په دې کیسه ګۍ کې صاف ښکاري چي لیکوال یوازې ددې هڅه کړې چې د اسلامي شعائرو نیمګړتیاوي راپیدا کړي او د قربانۍ کول ناروا عمل ثابت کړي. که څه هم په داسي لیکلو کیسي خپل پیغام ښه لیږدولای شوی چې لیکلي یې وای: او سهار چې ډریور راغی نو د خان د زوی پر نوی لکسیز موټر یې سترګې ولګیدې او د لور جسد یې یې وریاد شو، سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې او ... )
اوس که حقیقت ته ځیر شو نو هره ورځ د کوم غریب ډریور لور د غربت له کبله په روغتون کې سا ورکوي او هره ورځ یو څو مست شتمن وګړي د عیاشۍ په محفلونو کې لکونو روپۍ مصرفوي، او سلګونو نورې ټولنیزې تراجیدیانې شتون لري خو هیڅکله مو ونه لیدل چي کوم مدني زړسواند دې ورباندې د قلم رنګ مصرف کړی وي...دوی هغه مهال عاطفي او بشردوستي شي چې کله مسلمانان په کال کې یو ځل د قربانۍ واجب ادا کوي،( که څه هم قرباني پخپله د غریبانو لپاره وي خو دوی یې بل راز تعبیروي).
#حج_فریضه_ده
#قرباني_وجیبه_ده
#داسلام_پنځمه_بناء #حج
#اسلام_او_معیشیت
#دقربانۍ_اختر
#قرباني_دڅه_لپاره؟

السبت، 27 يوليو 2019

د یوه افغان طالب له پاکو احساساتو او رزمي الفاظو ډکه پر واقعیتونو بنا په زړه پورې وینا ده اوریدل یې اړین دی.
#وروستی_مورچل "²" برخه:
د اسلام دښمنانو ته د عباسیانو تش او وراسته محلونه هم د نه ماتېدونکو برجونو او کلاګانو په څېر ښکارېدل، چې د هغوی نیکونو په لمړۍ پېړۍ کې د لویو لویو واکمنو تاجونه تر خپلو قدمونو لاندې کړي ؤ، نېږدې شپږ سوه کاله وروسته د جبر او ظلم هغه هوس چې د روم او ایران په کنډوالو کې ویده ؤ د ګوبي دښتې د یو شپانه په وجود کې را ویښ شو، د هغه شپانه نوم "تموچن" ؤ چې د جنګېز خان په نوم مشهور شو.
د نړۍ هغه فاتح چې د بخت بېړۍ یې د وینو په سمندر کې لامبو وهله چې د ده برخه د تیارو او توپانونو لارښونه وه، د دغه چنګېز خان په مشرۍ د منګولیا وحشي قبیلې د یوې سیلۍ په څېر پورته شوې، د تهذیب هره ډیوه یې مړه کړه او د نړۍ په څلورو خواو خپاره شول، شپږ سوه کاله دمخه چې کوم نسیم د عربو له دښتې را چلېدلی ؤ د انسانیت پر بڼ یې د رحمت غمي اورولي ؤ، خو شپږ سوه کاله وروسته چې د ګوبي له دښتې نه کومه تالنده را ښکاره شوه په هغو کې د نسیمونو پرځای د چاودلو اور غورځونکو غرونو تودوخه او اورونه ؤ، او د هغې د دو دونو د ورېځې تر بړستنې لاندې هغه اورنۍ سېلاب ؤ چې ښارونه او کلي یې وسوځول او پرې تېر شو.

د مهذبې نړۍ لپاره د جنګېز خان د جګړو تکتیک بیخي نوی ؤ، نړۍ هغوی ته یو پراخه ښکار ځای ؤ، د شپنو قبیلو سره د اسونو هیڅ کمی نه ؤ، پر پسونو او اوزو سربېره دوی د اسونو په غوښه اوشېدو ګذاره کوله، پردې سربېره دوی د ځنګل د هر ځناور غوښه خوړله، د ګوبی په دښته کې د ښارونو او کلیو هیڅ نوم او نښه نه وه، چېرته به چې باران وشو دغه شپانه به همالته ولاړل او ترڅو به یې څارویو د هغې سیمې ټول شنه ونه خوړل دوی به همالته پاتې کېدل او چې بیا به کوم چا دا خبر راوړ چې په فلاني ځای کې څو څاڅکي باران شوی دی دوی به همغه لوری ته مخه کړه، کله به د نویو څړ ځاینو پر سر د یوې قبیلې د بلې سره شخړه راغله، چې زورورې قبیلې به د کمزوری قبیلې د څارویو د اخیستو سربېره د هغوی نارینه او ښځې هم مریان کړل، ځکه خو به کمزورو قبیلو اتحاد وکړ او یو ځواکمن سړی به یې مشر وټاکه، د ژمي په موسم کې به دغه ټوله سیمه دوزخ ته ورته یخنۍ لاندې کړه، د رېګونو پر سر به د واورې سپین څادر وغوړېد او د وښو نه موندلو له امله به د دوی څاروي وچ شول، کله کله به توندې سیلۍ را والوتې د دوی کیږدۍ به یې سره والوزولې او څاروي به یې ترې په یوه او بله کړل.
د طبعیت سره د دایمي مقابلې د دې خلکو نه کلک او د زغم خاوندان جوړ کړي ول، په ورځو ورځو وږي جنګېدلی شول، چنګیز خان د لویو لویو سردارانو د ځپلو نه وروسته هغوی د ځان تابع کړل او بیا یې د شپنو تاتاریانو په مخ کې د هغو هیوادونو نقشې کېښودې چې هلته شنه فصلونه، ښایسته باغونه او شنې ورشو ګانې وې، د لوټمارۍ هوس ټول بربریان د جنګېز خان د جنډې لاندې راټولېدو ته وهڅول..............
لړۍ دوام لري.

HamdullahFitrat.blogspot.com

حضرت خالد ابن الولید رضی الله تعالی عنه څنګه وفات شو؟:
په لاسو کي نهه تورې ماتې کړې، په یوازي تن یي په زرګونو مشرکان تر تیغ تیر کړل، دده په ژوند کي یي په هیڅ جګړه کي ماتي نه ده خوړلې، تر سلو په زیاتو معرکو کي یي برخه اخیستي، خو له دې ټولو  جګړو څخه ژوندی راووت، او کله چي دمرګ پر بستره پروت وو نو ویي ویل: نارینه په جګړو کي وژل کیږي او زه لکه اوښ دخپل خوب پر ځای مړ کیږم،  ما را جګ کړئ ماراجګ کړئ زه نه غواړم چي دبزدلانو په شان ومرم خلګو راپاڅاوو او په ولاړه یي روح له بدنه بیل شو
موږ د نړۍ تر هرچا ستر قهرمانان لرو داسي قهرمانان چي له مرګ سره به یي سترګي جنګولې او ورته خندل به یي .
رضی الله تعالی عنه

الجمعة، 26 يوليو 2019

خزیمه بن ثابت رضي الله عنه ته یې ذوالشهادتین ولي ویل؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه یهودي څخه آس واخیست، یهودی وروسته منکر شو ویل تاسو  د آس بیه نه ده ادا کړی که چیرته تاسو پر حق یاست نو شاهد او ګواه راوله... خزیمه بن ثابت رضي الله عنه راغی او شاهدي یې وویله، یهودي فکر وکړ چې ښایي رښتیا هم خزیمه هلته موجود وو نو تر دعوه تیر شو... داچې خزیمه د آس د بیې پر مهال موجود نه وو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: خزیمه! ته خو هلته د سودا پر مهال موجود نه وې او په دې هم خبر یې چې ما د ناحقې شاهدۍ له ویلو منعه کړي یاست!! څه وجه وه چې تا دا شاهدي وویله؟
خزیمه رضی الله عنه ورته وویل: یا رسول الله! زه چې ستا پر اسماني خبرو ایمان لرم او شاهدي پرې ورکوم نو د یهودي پر پور به څنګه شاهدي نه وایم.
رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: پر چا او د چا لپاره چې خزیمه شاهدي ورکړي ورته کافي ده.
خزیمه رضي الله عنه د أوس قبیلې څخه وو، بدري وو او د مکې د فتحې په ورځ یې د خپل قوم بیرغ پورته کړی وو.
حمدالله حلمیار
ایا پوهیږئ چې:
د احمد، محمد او محمود د نومونو تر منځ څه توپیر ده!؟
او ولې عیسی علیه السلام په انجیل کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندوینه د احمد په نوم سره وکړه؟
دې سوالونو ته دکتور محمد دایه( په عربي ژبه کې دوکتورا لري او د عربي ژبې استاد دی)
ځواب ویلی:
د عربي ژبې ټول نومونه معناګانې لري او اسلام په عربي ژبه راغلی. او کله چې عیسی علیه سلام خپل قوم ته زیری ورکړ چې ... ومبشرا برسول یأتي من بعدي اسمه احمد. له او زه زیری درکوم چې له ما وروسته به تاسي ته یو پیغمبر راشی چې نوم به یې احمد وي.
په عربي ژبه کې د احمد، محمد او محمود نومونو په معنا کې د حمد مشترک مفهوم نغښتی دی. خو بیرته هر یو بیل مفهوم افاده کوي، احمد هغه حمد ویونکي ته وایي چي تر اوسه موجود نه وي...خو وروسته موجودیږي، ځکه خو سیدنا عیسی علیه سلام وویل چې: له ما وروسته پیغمبر به احمد نومیږي .سبحان الله.
او محمد هغه حمد ویونکی دی چې بالفعل (سمدستی) موجود وي؛ اوس که سیدنا عیسی علیه سلام د محمد نوم یاد کړی وای نو دا به په قران کې د خطأ او تیروتنې په معنی وای
او کله چې سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم رحلت وکړ نو د محمود دنوم معنی یې افاده کړه .
سبحان الله څومره حکیم او دانا ذات دی
حمدالله حلمیار

الأربعاء، 24 يوليو 2019

Www.hamdullahFitrat.blogger.com

یو کس خپلې منکوحې ته میسج لیږلی وو چي( اشتقت لک یا زوجتي الرابعة) مانا زما څلورمې ښځې! ډیره می یادیږې
خدای بښلی اوس د جنتونو مرغه دی کله چې ښځې د خاوند په شتمني کې بل څوک دعویدار ونه موند نو وپوهیده چې حتما مرحوم د میسج په ټایپینګ کې تیروتنه کړې وه؛ خاوند یې اصلا داسي لیکل( أشتقت لک یا زوجتي الرائعة) مانا زما بې جوړې او بهترینې میرمنې! یادیږې مې.
#ژباړه: حمدالله فطرت
وروسته پښیماني ګټه نه کوي اوس مو لا میسجونو کې دقیق اوسئ ☺

Afghanistan info

مه ژاړه...
پلار مې راته ویل چې له مڼې څخه یو د وریښمو چنجی وتښتیدی او زما نس ته کوز شو، پلار مې ویل نوم یې سرطان دی... دادی نن مې بیا هغه مڼه وخوړه... پلار مي وایي دا چینجی ماته تاوان نه رسوي، فقط زما په بدن کې غټیږي زما په غوښه ګډیږي او زما بدن لږ لږ خوري، ځکه بیچاره چنجی به هم وږی وي... زه اوس د روغتون په صالون کي یم، چي کله د ساعت ستنه پر دریو ودریږي نو ما به د سینما کوټې ته ننباسي، هلته ډیر زیات د بریښنا ګروپان لګیږي، زه به هلته ویده شم، لکه کله چي به د کارتون کتلو ته د پلار په غیږ کي ناسته وم او ویده به شوم...پلار مې راته ویل هغه ښکلی سړی چي سپینې جامې یې اغوستې دي نن به هغه چینجی ونیسي... بیچاره چینجی به مړ شي! زما په لاسو کې اوس زما د پخوانیو ویښتانو ګیډۍ ده، مور مې وعده راسره وکړه چې زما هغه وریښمین ګوړګوتي ویښتان چي دې د وریښمو چینجي رانه غلا کړي وو بیا به را خیژي او تر پخوا به لا زیات ښکلي او اوږده وي.
وایي یو څو میاشتې وروسته به زما ښایسته وریځي باڼوګان او ښکلي د ویښتانو چوټي وي.
بیا به زه ښایسته یم!
مور جانې مي تینګه وعده راسره کړې چې نور به زه هغه خوږې ګولۍ نه خورم کومي چي ډاکټر راکړې... دوی راته ویل چي دا کیمیاوي چاکلیټ دي، دا به ما جوړوي، مګر زما بد ترې راځي ځګه هره ورځ چي به مې دا چاکلیټ خوړل نو زما ویښتان به یې مړه کول...زما ترور چي هر ځل زما پوښتنې ته راځي نو راته ژاړي... پلار مي راته ویل چي هغه بیچاره چي پیاز مات کړي نو سترګې یې اوښکې کوي، بل ځل مې ترور ته وویل چي ته پیاز مه ماتوه نو به دي اوښکې نه راتویږي خو هغې ویل په پخلي کي چي پیاز نه وي بیا یې مزه کمه وي ... ترور مې راته ګرانه ده، که څه هم لکه زموږ د مدرسې د مدیرې په څیر پنډه او خوشکه ده خو نن مي ډیره یادیږي.
زموږ دکور سپی مي هم یادیږي، دا ځل چي ورشم کورته نو د ډاکتر کیمیاوي چاکلیټ به ورکوم چي ویي خوري او ټول ویښتان یې توی شي، مور به مي هره ورځ له کوره د سپي ویښتانو پاکولو خلاصه وي...
پلارجانه زه ستا خبرې منم
هغه دی د ساعت ستنه پر دریو ودریده...
خدایه ما روغه کړې...
ژباړه: حمدالله فطرت

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...