د حمدالله حلمیار "فطرت" د لیکنو ویبلاګ دی. دلته د نړۍ د حالاتو اړوند تبصرې، معلوماتي لیکنې، لنډې کیسې او ګټور معلومات لوستلی شئ.
الأحد، 14 يونيو 2020
په ذات الرقاع غزا کي د صلاة خوف حکم
دا هغه ځای دی چیرته چې په لومړي ځل د "صلاة خوف" یا د ویرې د لمانځه حکم راغی.
همدلته د ذات الرقاع په نوم غزا پېښه شوې، دا ځای د مدینې منورې ختیځ لوري ته د حناکیه سیمې ته نژدې واقع دی.
د هجرت په څلورم کال رسول الله ﷺ ته خبر راغی چي د غطفان ځینو قبایلو لښکر تیار کړی چي پر مدینه برید وکړي، د څلورو سوه صحابه کرامو سره قبایلو ته درس ورکولو لپاره رسول الله ﷺ راووت، دې سیمې ته چې راورسید نو د غطفان قبایلو کې ویره خوره شوه او ټول جنګیالي د غرونو سرو ته پورته شول، د لمانځه وخت شو خو د اسلام سپاهیان ویریدل چي هسي نه لمانځه مهال پرې برید وشي، په دې سره د صلاة خوف لمانځه حکم نازل شو، خو قبایلو برید ونکړ او مسلمانان له جګړې پرته ګټیالي مدینې ته راستانه شول...
دې قبایلو څه موده وروسته اسلام قبول کړ او په فتح مکه او حنین په غزا کې یې مهم رول ادا کړ.
الاشتراك في:
تعليقات الرسالة (Atom)
د سېرت له درېڅې
📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...
-
یو کس خپلې منکوحې ته میسج لیږلی وو چي( اشتقت لک یا زوجتي الرابعة) مانا زما څلورمې ښځې! ډیره می یادیږې خدای بښلی اوس د جنتونو مرغه دی کله چ...
-
د یوه افغان طالب له پاکو احساساتو او رزمي الفاظو ډکه پر واقعیتونو بنا په زړه پورې وینا ده اوریدل یې اړین دی.
-
دا قليب بدر دی: د بدر تر غزا وروسته د ابو جهل په شمول د مشرکینو د مشرانو مړي یې قلیب بدر په نوم کوهي ته ورواچول رسول اللهﷺ د بدر میدا...
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق