الأحد، 22 مارس 2020


دکرونا وبا او زموږ مذهبي جذبه! په نشرولو کي یې تاسو د اخلاص همکاري وکړئ، یعني ښه ډېر یې نشر کړئ! غواړم خپل نظر ولیکم مطلب مي دچا د نظر رد نه دئ بلکي مقصود مي خپل مسؤلیت ادا کول دي. ممکن لیکنه لږ اوږده سي خو ستاسو څخه د زغم هیله کوم تر څو لاندي ټکي دقیق مطالعه کړئ. ۱: عام خلک خو څه کوي ! نن په یو مجلس کي ځينو معروفو خاصو خلکو د کرونا وبا په اړه لاندي خبري راته وکړې البته زما نظر نه دئ، زه ددوی نظر ته کامل احترام لرم: الف: کرونا نسته دا صرف د کفارو یوه دسیسه ده. ب: کرونا دلته نه راځي مسلمانان نه وژني دا صرف د کافرانو لپاره ده. ج: مدرسې او مسجدونه په هیڅ صورت کي باید بند نه سي. د: دا ناروغي صرف ددې لپاره په دومره زور مشهوره سوه، چي خلک د اسلام له شعائرو را وګرځوي او اسلامي شعائر بند کړي. هـ: په تاریخ کی داسي نه وه سوې، چي حرمین بند سي دا لومړی ځل دئ، چي په ډېرو اسلامي هیوادونو کي یې مسجدونه بند کړه حرمین شریفین یې هم بند کړه ، چي دا د کافرانو یوه ارزو وه. و: موږ د ډاکټرانو څخه و پوښتل هغوی راته وویل: په کوم کس کي،چي څومره قوت زیات وي هغومره یې ددې ناروغۍ سره مقاومت زیات وي، بناء د مسلمان مقاومت په اذکارو باندی زیاتیږی، په جماعت او مدرسه کي زیاتیږي ، په دین زیاتیږي ، که مو جماعتونه او مسجدونه پرېښوول، مقاومت مو کمیږي که دغه نا جوړي راغلل ژر اثر درباندي کوي، ددنیا د خلکو په قول جماعتونه مه پرېږدئ. ز: د وبا څخه تېښته داسي ده لکه فرار یوم الزحف، یعني کبیره ګناه ده، د مسجد څخه منع کېدل او دعامه دیني ځایونو څخه منع کېدل هم یو ډول تېښته ده، دا هم کبیره ګناه ده. ح: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: لا عدوی ولا طیرة ولاهامة...الحدیث، یعني یو بل ته د ناروغۍ انتقال نسته. دا دجاهلیت عقیده ده. هر څه دالله جل جلاله په تقدیر کي دي یعني دا ناروغي هیڅ یو و بل ته انتقالیږي د انتقالېدو عقیده صحیح نه ده دشریعت او حدیث خلاف ده. ط: خلک مه بېروئ، دخلکو عقیدې دالله جل جلاله پر تقدیر ور جوړي کړئ. موږ د ډاکټرانو څخه اورېدلي دي، چي دغه ناروغي پر هغه چا باندي زیات اثر کوي ، چي ډېر ځني بېریږي. ۲: پورته خبري ما دنورو خواصو خلکو څخه واورېدې ، هغوی د عزت خلک وه، ما دوی ته په احترام لږ وضاحتونه ځني وغوښتل خو زما لپاره کافي نه وه که څه هم زما خبرو د ځینو په خبرو کي لږ تغیر راوستی ځکه مي دغه لیکنه وکړه، چي د دوی نظر ته په احترام خپل نظر ولیکم او څومره ،چي زه په مذهبي مسائلو معلومات لرم دخپل استعداد مطابق هغه شریک کړم بیا الله جل جلاله او دې ملت پړ نه یم زما په نظر کي څو شیان دي: الف: که دا وبا د کافرانو دسیسه وي نو بیا ولي يې دومره ډېر کافران ووژل؟ ب: که وبا مسلمانان نه وژني نو ولی یې په عمري خلافت کي ۲۵ زره مسلمانان ووژل؟ چي پکښي صحابه او تابعین هم موجود وه، آن تردې، چي عبیده بن جراج رضي الله عنه، چي د اسلامي خلافت له لوري ټاکل سوی والي وو او وتلی صحابي د همدې وبا څخه وفات سو ، حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه، چي وتلی صحابي او وتلی عالم هم ددې وبا څخه وفات سو. ج: تدبیر او اسباب په کار اچول نبوي حکم دئ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: اعقلها وتوکل علی الله....الحدیث ، یعني د اوښي ګونډه وتړه بیا پر الله جل جلاله باندي توکل وکړه په داسي صورت کي زموږ دخپل هیواد مسلمانان ډاکټران، یا دخپل ښار او ناحیې متدین ډاکټران موږ ته ووايي، چی دا ناروغي یو وبل ته سره اخستل کیږي او مسجد ته په تګ سره کېدای سي تاته دا ناروغي ورسیږي او ته بیا هم مسجد او مدرسې ته ځي دا به د تدبیر پرېښوول نه وي؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه حکم پرېښوول به نه وي، چي فرمايي: اعقلها وتوکل علی الله...؟ د: زموږ د مذهب کتابونو، شامي، البحرالرائق، مبسوط لسرخسي او داسي نورو کتابونو ښکاره مسئله رانقل کړې ده، چي مسجد یعني جماعت ته تلل هغه وخت پاتیږي، چي د دښمن خطره وي ، ناروغي وي، مخته کوم ځېرونکی حیوان وي یا هم ته مسلمان ناداره وي پوروړی درته ولاړ وي. هـ: رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه کس مسجد له تګ څخه منع کوي، چي پیاز او اوږه یې خوړلې وي نو کوم کس ته چي له امله یې هلاکونکې ناروغي رسیږي هغه ته به بیا چیري اجازه وي ، چي مسجد ته ولاړ سي. و:هغه هیوادونه مه ښوروه، چي موږ یې اهل السنة نه بولو یا یې د نورو مذهبونو پیروان بولو د حنفي مذهب پیروانو ناپیلو او نا دولتي علماوو هم د مدرسو د رخصت حکم صادر کړی دئ، د جماعت داختصار او خطبو د اختصار حکم یې صادر کړی دئ. ز: که دا وایروس ددې لپاره عام سوی وي،چي صرف اسلامي شعائر په بندوي نو بیا خو کافرانو ته لومړی پکار وو، چي ځانونه ځني وساتي یا لږ تاوان وزغمي اسلامي هیوادونه په برباد کړي تر اوسه خو نوي فیصده تاوان کافرانو ګاللی دئ ، په زرګونه انسانان یې وژل سوي دي د میلیاردونو پیسو کارخانې یې تړل سوی دي ، نور مصارف یې په زیاته پیمانه سوي دي، که یوازي داسلامي شعائرو د منع لپاره وي نو بیا ولي ددوی په زرګونه عبادت ځایونه، په زرګونه هغه اجتماعتی ځایونه بند سوی دي، چي دوی په میلنونه پیسې عوائد لاسته ځني راوړي. که د یوې خوا عبادت ځایونه تړل سوی دي دبلي خوا بیا څومره خلک الله جل جلاله ته متوجه سوي دي، څومره خلکو په عبادتونو کي زیاتوالی را وستلی دئ، څومره صدقات خلکو وکړل او کوي یې څومره زارۍ الله جل جلاله ته شروع دي. د دین د حفاظت وعده خو الله جل جلاله کړې ده، دا کله کافران منع کولای سي. ح: که دا وایروس دوی عام کړی وي نو بیا په تاریخ کي په لس ګونه واره وباوی راغلي دي هغه چا را وستلي دي؟ ط: دالله جل جلاله له لوري نه بلل د کافرانو د لاسه یې بلل دا خپله د صحیح عقیدې خلاف خبره نه ده؟ که الله جل جلاله عذاب راوستلی وي ، دوی یې سبب وي نو بیا ځان ځني ساتل نه دي پکار؟ ي: دا خبره یقیني ده ، چي اذکار د انسان په وجود کي تغیر راولي، شفاء او معنوي قوت په حاصلیږي اما د الله جل جلاله دقانون له مخي دهغو اسبابو ځای نه سي نیولای ، چي الله جل جلاله د انسان د بقاء او نماء لپاره پیدا کړي دي لکه خوراک ، څیښاک او داسي نور... که داسي وي نو بیا خلک ولي اوبه چیښي، ولي غذا لرونکي شیان خوري ولي خوراک کوي خو صرف ذکر دي کوي دا مېلمستیاوي خو باید بیخي پریږدي. ک: که څوک پوه سي، چي په یقیني ډول په مسجد کي د وبا په ناروغۍ اخته کېږم او بیا مسجد ته ولاړ نه سي، زما له انده دا کار بیخي د فرار یوم الزحف په ډول نه دئ او نه کبیره ګناه ده، ځکه رسول الله صلی ا لله علیه وسلم فرمایي: لا یورد ممرض علی مصحح. رواه البخاري، رقم:۵۷۱۷ ژباړه: ناروغ دي د روغ سره نه خلط کېږي.(هسي نه، ناروغي یې جوړ کس ته ورسي) بل ځای کي رسول الله صلی علیه وسلم فرمايي: فر من المجذوم فرارک من الاسد. بخاري ، کتاب الطب، باب الجذام. ژباړه: د فس زده څخه داسي چټک لیري سه لکه د زمري څخه چي ځان لیري کوې. همدا ډول رسول الله علیه وسلم فرمایي: اذا سمعتم بالطاعون بارض فلاتدخلوها واذا وقع بارض و انتم بها فلاتخرجوها منها. ژباړه: که تاسو دیوې سیمي په اړه د طاعون وارېدل مه ورځئ.(هسي نه تاسو په دې ناروغۍ اخته سئ) او که تاسو په هغه سیمه کي واست نو بیا مه ځني وزئ.(هسي نه تاسو دا ناروغي د ځان سره یو سئ نور په اخته کړئ) مطلب دادئ، چي ناروغي یو له بله اخستل کیږي او ځان ساتل ځني پکار دي همدا نبوي ارشاد دئ. ل: کوم حدیث ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دئ، چي لا عدوی ولا طیرة.... ددغه حدیث مطلب بيخي ډېرو شارحینو په واضحو ټکو بیان کړی دئ او د پورتنیو حدیثونو سره یې تطبیق ورکړی دئ. خصوصا ابن حجر په فتح الباري : ۱۰\۱۶۱ او امام ننوی په شرح مسلم : ۷\۳۷۲ په ښکاره ټکو دا خبره رانقل کړې ده، چي د یوه انسان څخه بل انسان ته د ناروغۍ تلل بدون سبب د جاهلیت عقیده ده، کرکه به څوک نه کوي البته د اسبابو په اعتبار بدون شک د یوه کس څخه بل کس ته ناروغي تللای سي. م: دا خبره ریشتیا ده، چي د مسلمان بېرول نه دي پکار البته متوجه کول یې پکار دي لکه څرنګه، چي د مسلمانانو په تقدیر پوه کول پکار دي همدا ډول د تدبیر او داسبابو د استعمال په اهمیت یې هم پوه کول پکار دي. بله خبره داده،چي د ډاکټرانو پر دې خبره باندي باور کوو،چي دا ناروغي پر قوت لرونکو خلکو ډېر اثر نه کوي نو بیا د تدبیرونو او اسبابو د استعمال په اړه ولي د ډاکټرانو خبري نه منو؟ ۳:زما له نظره دا ناروغي خطرناکه ده که کوم څوک په ځان پوه سي، چي زه ناروغ یم هغه دي مسجد ته نه ځي که دده په وجه نور کسان په ناروغۍ اخته سي دا یو مسؤلیت دئ. ۴: په داسي موضوعاتو کي زموږ د مذهب حکم دادئ، چي د مسلمان حاذق طبیب (مسلمان ماهر ډاکټر) پر خبره باندي اعتماد وکړل سی. ۵: تش په ګومان باندي شرعي حکم تغیر نه کوي هغه وخت تغیر کوي، چي یقین یا غالب ګومان د خطر راسي. ۶: مسجد ته تګ ، مدرسې ته تګ، د عامه دیني ځایونو څخه راګرځېدل دي د مسلمانانو ډاکټرانو رایي ته مفوض سي. ۷: که متدین ډاکټر تاسو ته وویل چي د مدرسې رخصتول یا مسجد ته نه تګ تاسو د خطر څخه ژغوري ددې ناروغۍ لپاره تدبیر منل یې پر تاسو لازم دي. ۸: که متدین ډاکټر حکم کوي،چي ماشومان مو په مدرسو، مکتبو او داسي نورو مراکزو کي یقیني متضرر کیږي تاسو ماشومان را ګرځوئ. ۹: تدابیر او اسباب په کار واچوئ بیا پر الله جل جلاله باندي توکل وکړئ، کله ، چي موجوده ظاهري او معنوي تدابیر په کار واچوئ بیا نو هیځ وېره مه کوئ ، هغه څه به پیښیږي، چي په تقدیر کي لیکلې وي. ۱۰: وروستی خبره مي داده، چي خدای دي نه کړي که زموږ غریب او ویجاړ ملک ته دا ناروغي راغلل ان شاء الله په ويجاړونکي شکل نه راځي او بیا یې خدای مه کړه د نورو هیوادونو په څېر خلک ډېر ووژل ، هغه خلک به الهي مسؤلیت نه لري؟، چي خلک د اسبابو له استعماله منع کوي او یا احتیاط د عقیدې خرابوالی بولي؟ دغسي خلک بیا الله جل جلاله او دې ملت ته جواب ویلای سي؟ ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد ۲۷ رجب المرجب ۱۴۴۱ هق

هناك تعليق واحد:

  1. ټوله مې ولوستله
    رب د اجر درکړي
    موږته د الله توفیق راکړی
    رب د ټول انسانان ترې وساتي ظالمان نانانا

    ردحذف

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...