السبت، 10 سبتمبر 2022

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او اسراء مشهوره واقعه پېښه شوه چي د لمانځه د فرضيت حکم هم پکې وشو. 🖊 د هجرت په لومړي کال : مدينې منورې ته هجرت، د لومړي ځل لپاره د مسجد بنا کول، د اسلامي حکومت تاسيس او د زکات فرضيت. 🖊۲ ھ کال : د بدر ټاکونکې غزا چي الله تعالی پکې مسلمانانو ته په بريا سره عزت وروباښه او په خپل نصرت سره يې پر دښمن لاسبري کړل. 🖊 ۳ ھ کال: د احد غزا چې مسلمانانو د لومړي ځل لپاره د نبي صلى الله عليه وسلم د لارښوونو د مخالفت او پر غنيمتونو د ورټولېډلو له کبله سخته ماتې تجربه کړه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره سيدنا حمزه رضي الله تعالی عنه په شمول ۷۳ تنه صحابه په شهادت ورسېدل. 🖊 ۴ھ کال: د بني نضير غزا چې په ترڅ کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بني نضير ټول يهودان له مدينې منورې څخه وشړل، ځکه يهودو له مسلمانانو سره کړی عهد او پيمان مات کړ‌. 🖊 ۵ ھ کال : د بني مصطلق غزا، د احزاب يا خندق غزا او د بنو قريظه غزا هغه غزاګانې وې چي د هجرت په پنځم کال پېښې شوې دي. 🖊۶ ھ کال : د حديبيې د صلح تړون وشو او په همدې کال د شرابو د حرمت په اړه هم د لومړي ځل لپاره قاطع حکم وشو. 🖊 ۷ ھ کال : د خيبر غزا وشوه او په همدې کال رسول الله صلى الله عليه وسلم او مسلمانان مکې مکرمې ته د عمرې د اداينې لپاره ولاړل او په همدې کال رسول الله صلى الله عليه وسلم صفية بنت حُيَيّ په نکاح کړه. 🖊۸ ھ کال : له روميانو سره مؤته غزا، د مکې فتح او د هوازن او ثقيف قبايلو پر خلاف د حنين غزا ددې کال سترې تاريخي پېښې ثبت شوې. ٩ ه‍ كال : د تبوك غزا چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروستنۍ غزا هم ورته ويلای شو. په همدې کال د عرب قبايلو وفدونه راتلل او په ډلو ډلو خلک په اسلام کې داخليدل او دې کال ته د وفدونو کال هم وايي. 🖊۱۰ ھ کال: حجة الوداع او خداي پاماني حج په دې کال له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تر سلو زرو زياتو مسلمانانو په ګډه د حج مناسک ادا کړل. 🖊۱۱ھ کال : د رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات او المناک رحلت د ربيع الاول په دوولسمه د بشريت ستر لارښود د ۶۳ کالو په عمر له دې فاني نړۍ رحلت وکړ او خپل امتيان يې په سرو سترګو بينوا پرېښودل. حمدالله فطرت

د سېرت له درېڅې

📝 د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند څو مهمې او په تاريخي لحاظ اغيزمنې پېښې: 🖊إسراء او معراج پېښه: تر هجرت درې کاله وړاندې د معراج او ...